۰

ولسمشرغني د ایران له ځانګړي استازي سره کتلي دي

دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۴
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا سلاکار د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند محمد حنیف اتمر او ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
ولسمشرغني د ایران له ځانګړي استازي سره کتلي دي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا سلاکار د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند محمد حنیف اتمر او ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کتنې پرون یکشنبې د وري ۳۱ مه شوې او په کې دواړو لورو د کډوالو، سولې او سوداګرۍ خبرې اترې کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه هم وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت، سولې او سوداګرۍ خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني له ایراني لوري سره په خبرو کې د کډوالو پر ستونزو هم خبرې کړې دي او هیله یې څرګنده کړې چې د دوی د ستنولو لړۍ ورو شي.

په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، د هرات-خواف رېل پټلۍ پر چارو او نورو مهمو مسایلو هم بحثونه شوي دي.

په ورته وخت کې ایراني رسنیو بیا ویلي ابراهیم طاهریان له افغان لوري سره پر سولې خبرې کړې دي او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي