د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا ویروس سره د مبارزې او دغه راز خلکو ته د کارموندنې په اړه غونډه شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، دغه غونډه تېره ورځ (د وري۳۱ مه) ماښام مهال په دلکشا ماڼۍ کې وشوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، غونډه د ولسمشر غني په مشرۍ وه، چې په کې د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر او د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو مسوولینو برخه اخیستې وه.
سرچینه وايي، په غونډه کې د کرونا ویروس له امله رامنځته کېدونکو بدو اغېزو سره د مبارزې، خلکو ته د کارموندنې او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ په اړه خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، په غونډه کې ټینګار وشو چې د کرونا له امله پر اقتصاد د منفي اغېزو پر وړاندې دې مبارزه وشي او د منظمې برنامې په چوکاټ کې دې د خلکو ستونزو ته د رسیدګي لپاره د حکومت له ټولو امکاناتو څخه د موثرې ګټې اخیستنې واضح ټول پلانونه تطبیق او عملي شي.
جمهورخبري آژانس:کابل