نړیوال بانک د کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۲۰ میلیون ډالر ورکړل

2 ثور 1399 ساعت 8:40

نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې لپاره د ژمنه کړیو پیسو څخه ۲۰ میلیونه ډالر افغان حکومت ته ورکړي دي.


نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې لپاره د ژمنه کړیو پیسو څخه ۲۰ میلیونه ډالر افغان حکومت ته ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  نړیوال بانک د اپرېل په ۱۲ مه د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د افغانستان سره د ۱۰۴ میلیون ډالرو مرستې کولو ژمنه ورکړې  وه.

دغه بانک پرون دوشنبې د اپرېل ۲۰ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له ژمنه شویو پیسو یې ۲۰ میلیون ډالر افغان حکومت ته ورکړي دي.

پر دغه مرسته شویو پیسو به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي خدمتونه برابرېږي.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي، نړیوال بانک همدغه راز ۴۰میلیون ډالر نور هم په پام کې نیولي دي‌ چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د کرونا سره په مبارزه کې د افغانستان د حکومت لګښتونه ورکړي.

نړیوال بانک زیاته کړې،  همدا چې افغان حکومت د خپلو لګښتونو لست ورته تسلیم کړ، هغوی به یې ورکړي.

اعلامیه کې ویل شوي د مالي مرستو تر څنګ به د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او نورو اړوندو ادارو سره ګډ کار کوي چې له افغانستان سره تخنیکي مرستې هم وشي، وسایل هم برابر شي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې پروژه کامیابه شي.

نړیوال بانک داسې مهال مرسته کوي، چې افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۲۶ تنو ته رسېدلی، چې ۱۱۰ تنه په کې روغتیايي کارکوونکي هم دي.

دغه ناروغۍ تر اوسه پورې په افغانستان کې له دېروشو زیات کسان مړه کړي هم دي او ۱۴۱ نور ترې روغ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127140

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127140/

جمهور
  https://www.jomhornews.com