نړۍ کې کابو دوه نیم میلیونه انسانان په کرونا اخته دي

2 ثور 1399 ساعت 8:47

تازه راپورونه وايي، چې به ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو دوه نیم میلیونه کسانو ته رسېږي او لسګونه زره نور ترې مړه شوي دي.


تازه راپورونه وايي، چې به ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو دوه نیم میلیونه کسانو ته رسېږي او لسګونه زره نور ترې مړه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دا مهال په نړۍ کې پر دغه ویروس ۲۴۸۱۲۸۷ شوي دي چې په سر کې یې امریکا ده.

تر اوسه په ډوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۰۴۳۶ مړه شوي او دغه راز ۶۴۶۸۵۴ کسه بېرته ترې روغ شوي دي.

په امریکا کې د مړو شوو شمېر ۴۲۵۱۴ ته رسېدلی دی، مثبتې پېښې هم پکې ۷۹۵۷۵۹ ته رسېدلې دي.

هسپانیا کې د مړو شمېر ۲۰۸۵۲، ایټالیا کې ۲۴۴۱۱، برېتانیا کې ۱۶۵۰۹، فرانسه کې ۲۰۲۶۵، ایران کې ۵۲۰۹، ترکیه کې ۲۱۴۰ او جرمنې ۴۸۶۲ ته رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127141

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127141/

جمهور
  https://www.jomhornews.com