د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هېواد یې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، هند او افغانستان د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړه او اوس ددې وخت دی چې د کرونا ویروس پر وړاندې هم ګډه مبارزه وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د اړتیا پر مهال افغانستان ته مرستې لېږي.
د یادونې ده ښاغلي مودي دغه څرګندونې د ولسمشر غني د وروستیو ټوېټونو په ځواب کې کړې چې له هند یې د درملو او غنمو د رالېږلو له درکه مننه کړې وه.
هند ژمنه کړې چې په نږدې ورځو کې به افغانستان ته تر ۷۵ زره ټنه پورې غنم رسوي چې د دې غنمو لومړۍ جوپه تېره ورځ افغانستان ته را رسېدلې ده.
دغه راز هند په دې وروستیو کې د کرونا ناروغانو لپاره کارول کېدونکي ځانګړي درمل هم کابل ته را لېږلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل