رویټرز:

کرونا افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې له ګواښ سره مخ کړي دي

2 ثور 1399 ساعت 10:06

رویټرز خبري آژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړي، چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د امریکا د سولې او جګړې د بندولو هڅې له ګواښ سره مخ کړې دي.


رویټرز خبري آژانس د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړي، چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د امریکا د سولې او جګړې د بندولو هڅې له ګواښ سره مخ کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز د څلور باوري سرچینو له قوله دا خبره کړې او هغوی ټینګار کړي، چې د سولې هڅې باید په هر حالت کې جاري وساتل شي.

دوه سرچینو یاد آژانس ته ویلي، د پسرلي په رارسېدو سره اړتیا ده چې د سولې د هوکړې لپاره د امریکا هڅې جاري وساتل شي.

دغه راز یادو سرچینو ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ پر هوکړه ژمنتیا باید موجوده وي، که نه د کرونا په خپرېدو سره دا ټولې هڅې د ماتې له ګواښ سره مخامخ دي.

 دوی ویلي، که د دواړو لوریو وسله وال د کرونا د خپرېدو له امله په زندانونو کې په دغه مرض اخته شي، یا له دې ناروغۍ مړهړ شي نو دا به د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته هم لوی زیان ورسوي.

یو لویدیځوال دیپلوماټ هم رویټرز ته ویلي، چې ټرمپ د نوامبر د ټاکنو لپاره په هېڅ صورت حاضر نه دی چې له طالبانو سره یې د سولې هوکړه ماته شي.

دغه دیپلوماټ زیاته کړې، زلمی خلیلزاد او مایک پمپیو په دې اندیښنه کې دي که دوبی راورسېد نو طالبان به خپل پسرلني عملیات پيل کړي او په دې کار سره به په کورونا کنټرول ترلاسه کول سخت شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو په هوکړه یوه میاشت او شل ورځې اوښتې دي، خو لا د افغان لوري او طالبانو تر منځ د ۶ زره بندیانو د نه تبادلې له کبله افغاني مذاکرات نه دي پیل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127149

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127149/

جمهور
  https://www.jomhornews.com