د ولسمشر غني او مېرمن غني د کرونا ټسټ پایلې منفي وې

2 ثور 1399 ساعت 13:06

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي خبر ورکړی چې، د ولسمشر غني او د نوموړي د مېرمنې رولا غني د کرونا معایناتو پایله منفي ده.


د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي خبر ورکړی چې، د ولسمشر غني او د نوموړي د مېرمنې رولا غني د کرونا معایناتو پایله منفي ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې صدیقي نن سه شنبې د غوايي ۲ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي د ولسمشر غني او د نوموړي د مېرمنې رولا غني په خپله غوښتنه د دوی دواړو کرونا معاینات وشول، چې پایله یې منفي وه.

په ورته وخت کې د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم په خپله فسبوک پاڼه ویلي، چې د ولسمشر غني او د هېواد د لومړۍ مېرمن د کویډ ۱۹ د ازمایښتونو پایلې چې په خپله غوښتنه یې کړي، منفي دي.

مینه پال زیاته کړې، چې ولسمشر له بشپړې روغتیا برخمن دی او د حکومت ټولې چارې او هلې ځلې رهبري کوي.

نوموړي دا هم ویل، چې ولسمشر غني د کاري محیط د خوندیتوب او صحي والي د ډاډمنتیا لپاره یې لازم احتیاطي اقدامات هم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن هم په افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۱۰۹۶ تنو ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com