۰

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې کابو ۱۱ سوه ته ورسېدي

سی شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۳
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۱۱ تنو ته رسېدلی دي.
په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې کابو ۱۱ سوه ته ورسېدي
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۱۱ تنو ته رسېدلی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۶ نورې مثبت پېښې ثبت شوې دي.

مایار زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه  ۵۲ په کابل، ۵ په لغمان، ۴  په بغلان،  ۴ په ننګرهاراو  یوه په پکتیا کې ثبت شوې دي.

دغه راز هغه و ویل،  چې تر دې دمه په هېواد کې د کرونا له ناروغۍ ۱۵۰ کسان بېرته روغ شوي، خو ۳۶ تنه مړه شوي هم دي.

دا ارقام په داسې حال کې ورکول شوي چې د هرات، کندهار او بلخ تشخیصیه لابراتوارونه د موادو د کمښت له کبله تړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي