په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې کابو ۱۱ سوه ته ورسېدي

2 ثور 1399 ساعت 14:03

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۱۱ تنو ته رسېدلی دي.


د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۱۱ تنو ته رسېدلی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۶ نورې مثبت پېښې ثبت شوې دي.

مایار زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه  ۵۲ په کابل، ۵ په لغمان، ۴  په بغلان،  ۴ په ننګرهاراو  یوه په پکتیا کې ثبت شوې دي.

دغه راز هغه و ویل،  چې تر دې دمه په هېواد کې د کرونا له ناروغۍ ۱۵۰ کسان بېرته روغ شوي، خو ۳۶ تنه مړه شوي هم دي.

دا ارقام په داسې حال کې ورکول شوي چې د هرات، کندهار او بلخ تشخیصیه لابراتوارونه د موادو د کمښت له کبله تړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com