کندهار کې ۵۱ طالبانو او ۱۱افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

3 ثور 1399 ساعت 13:39

سیمه ییز چارواکي وايي په کندهار ولایت کې په څو امنیتي پېښو کې ۵۱ وسله والو طالبانو او ۱۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي په کندهار ولایت کې په څو امنیتي پېښو کې ۵۱ وسله والو طالبانو او ۱۱ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو پرون د کندهار په ژېړۍ، میانشین او سپین بولدک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن چهارشنبې د غوايي ۳ مه رسنیو ته و ویل، چې په ژېړۍ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ۱۷ طالبان وژل شوي او ۷ نور سخت ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې په دغه نښته کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په میانشین ولسوالۍ کې بیا د پولیسو سره په نښته کې بیا ۳ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز بارکزي و ویل، چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې په جګړه کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور سخت ټپیان شوي دي.

بارکزی وايي، د سپین بولدک په جګړه کې درې سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په لوګر کې د مس عینک کان ۸ ساتونکي وژلي او دغه راز یې په سرپل کې هم بریدونه کړي، چې د والي په وینا ۳۰ افغان سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127193

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127193/

جمهور
  https://www.jomhornews.com