ټرمپ د قطر له امیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

4 ثور 1399 ساعت 8:51

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر شیخ تمیم سره د افغانستان په اړه تلیفوني خبرې کړې دي.


رویټرز خبري آژانس راپور ورکړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر شیخ تمیم سره د افغانستان په اړه تلیفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینه وايي، دواړو لورو ویلي طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او په افغانستان کې باید روانه جګړه پای ته ورسېږي.

په راپور کې ویل شوي، ټرمپ او شیخ تمیم ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې باید یو اوربند رامنځ ته شي او طالبان اړ دي چې روان تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د امریکا ولسمشر او د قطر امیر د افغان حکومت له لوري د زندانیانو پر خوشي کولو هم خبرې کړې دي او دا یې یو ښه ګام بللی دی.

ښاغلي ټرمپ او ښاغلي تمیم په افغانستان کې د سولې د ټولو هڅو د ملاتړ خبره هم کړې ده.

ټرمپ داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان او د سیمې هېوادونو له طالبانو د جګړو د درېدو او اوربند غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت هم په وار وار له طالبانو غوښتي، اوربند وکړي او جګړه ودروي، خو دغه ډلې تر اوسه دا وړاندیز نه دی منلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com