د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې ډیبورا لیونز په رسمي ډول په خپل دنده پیل وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ډیبورا لیونز د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د مشرې په توګه ټاکلې ده.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي دفتر د تېرې سه شنبې په ورځ (وري په پنځمه) په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پخواني استازي تدامیچي یاماموتو کړنې ستایلې دي.
تدامیچي یاماموتو، د ۲۰۱۶ کال راهیسې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه کار کوه.
هغه د ۲۰۱۴ کال څخه د ۲۰۱۶ کال پورې د یوناما د مرستیال په توګه هم وظیفه سرته رسولې ده، د ښاغلي یاماموتو ماموریت د دې اونۍ په سر کې پای ته ورسید.
میرمن لیونز یوه کاناډايي دیپلوماته ده چې د افغانستان په ګډون په مختلفو هیوادونو کې د کار تجربه لري.
نوموړې د یومانا د رئیسې په توګه د ټاکل کیدو وړاندې په اسرائیل کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.
ملګرو ملتونو په اعلامیه کې ویلي، میرمن لیونز په امریکا کې هم د کاناډا د مرستیالې سفیرې په توګه کاري تجربه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل