۰

ټرمپ له عمران خان سره هم پر افغانستان خبرې کړې دي

پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر سره تر تلېفوني خبرو وروسته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره هم د افغانستان په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.
ټرمپ له عمران خان سره هم پر افغانستان خبرې کړې دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر سره تر تلېفوني خبرو وروسته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره هم د افغانستان په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپنې ماڼۍ او د عمران خان دفتر دواړو د دغه تلېفوني خبرو پخلکي کړی دی.

د عمران خان دفتر پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو مشرانو د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا پر هڅو بحث کړی دی.

اعلامیه د عمران خان له قوله کاږي، چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر ته د زمینې په برابرولو کې مرسته کوي.

سرچینه وايي، عمران خان د هغو راتلونکو اقداماتو پر اهمیت هم  ټینګار کړی چې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لامل کېږي.

په دې خبرپاڼه کې د دواړو مشرانو د خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو له دې وړاندې ټرمپ د قطر له امریکا سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړي، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړي، چې ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم ویلي طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او په افغانستان کې باید روانه جګړه پای ته ورسېږي.

په راپور کې ویل شوي، ټرمپ او شیخ تمیم ټينګار کړی دی چې په افغانستان کې باید یو اوربند رامنځ ته شي او طالبان اړ دي چې روان تاوتریخوالی راکم کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د امریکا ولسمشر او د قطر امیر د افغان حکومت له لوري د زندانیانو پر خوشي کولو هم خبرې کړې دي او دا یې یو ښه ګام بللی دی.

ښاغلي ټرمپ او ښاغلي تمیم په افغانستان کې د سولې د ټولو هڅو د ملاتړ خبره هم کړې ده.

ټرمپ داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې، د بښنې نړیوال سازمان او د سیمې هېوادونو له طالبانو د جګړو د درېدو او اوربند غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت هم په وار وار له طالبانو غوښتي، اوربند وکړي او جګړه ودروي، خو دغه ډلې تر اوسه دا وړاندیز نه دی منلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي