ولسمشر له کرونا سره د مبارزې لپاره له نړیوالو مرسته غوښتې

4 ثور 1399 ساعت 12:30

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.


د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي ویلي، ولسمشر غني له کرونا سره د مبارزې لپاره ملي برنامه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې شریکه کړې ده.

دی وايي، ولسمشر په دې ویډیويي خبرو کې له دوی د مرستې غوښتنه کړې ده او په خبره یې کرونا ویروس یوه نړیواله پدیده ده او د ټولو هېوادونو په ګډه همکارۍ ختمېدلی شي.

د هغه په وینا ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان د کرونا ضد مبارزې لپاره کارنده او اغېزناکه طرحه تیاره کړې ده چې د عملي کولو لپاره یې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127221

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127221/

جمهور
  https://www.jomhornews.com