د روغتیا نړیوالې ادارې ویلي، چې د نړۍ له مشرانو او خصوصي سکټور سره به په همغږۍ د کرونا وبا د هر ممکنه واکسین او درملو په مساوي ویشلو کې همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې ادارې مشر تېدروس ګبریاسس د ملګروملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش او د اروپايي ټولنې له مشرانو سره په همدې اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي، د کرونا وبا واکسین او درملنه باید د ټولې نړۍ پورې تړاو و لري نه یو هېواد او یا سیمې پورې.
هغه زیاته کړې، چې د کرونا درملنه باید ارزانه، خوندي او اغیزناکه وي.
د یادونې ده، چې په دې ویډیو کنفرانس کې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل، د اروپايي کمېسیون مشر او د ځینې نورو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل