طالبانو په ژوره کې د اوربند غوښتنه رد کړه

6 ثور 1399 ساعت 9:21

سره له دې، چې افغان حکومت، اروپايي ټولنې او ناټو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند وکړي، خو طالبانو یې دغه غوښتنه بیا رد کړې ده.


سره له دې، چې افغان حکومت، اروپايي ټولنې او ناټو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند وکړي، خو طالبانو یې دغه غوښتنه بیا رد کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني د روژې په را رسېدو سره په یوه پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند غږ وکړ.

ولسمشر غني په دغه پیغام کې ویلي«په دې حساس وضعیت کې چې کرونا ویروس ناروغي په ټول هیواد کې خپره شوې د طالبانو له ډلې د افغانستان د خلکو او حکومت غوښتنه داده چې د روژې د میاشتې په حرمت زمونږ د سولې او اوربند غږ ته لبیک ووايي او د افغانستان د خلکو په وړاندې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او سوله ییز ژوند خپل کړي.»

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې دیبورا لیوینز هم ویلي، په داسې حال کې چې کورونا یو لوی ګواښ رامنځته کړی دی اړتیا ده چې د روژې په راتګ ښکیل لوري د اوربند نړیواله غوښتنه ومني او جګړه ودروي.

بل خوا اروپايي ټولنې او ناټو یو ځل بیا افغانستان کې پر ښکېلو غاړو غږ کړي، چې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر جګړه ودوروي.

دوی جلا جلا پيغامونو کې افغان ملت ته د روژې میاشتې مبارکي ویلي اوهیله یې ښودلې، چې په افغانستانکې  جګړه پای ومومي.

د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي په یو پیغام کې افغانانو ته د ښې روژې هیله کړې او ویلي یې دي دا روژه دې په افغانستان کې د جګړې د پای ټکی شي.

 په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون بیا وايي، سږنۍ روژه د کورونا له کبله متفاوته ده او دی هیله من دی چې دا روژه پر افغانانو روغتیا، یووالي او سوله کې تېره شي.

 د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ بیا د روژې په پیغام کې ویلي، چې افغانستان باید د سولې له فرصت څخه استفاده وکړي او طالبان هم باید چې تاوتریخوالی راکم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي.

خو طالبانو د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره اوربند رد کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي«اسلامي امارت له امریکا سره دتوافقنامې په لاسلیک هغه جامع مکانیزم ومانه، امنیت شورا اوبین المللی ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند اوسولې ته رسوي. دکرونا له امله زرګونه بندیان په خطرکې اچولو او دتوافقنامې دبشپړ تطبیق اودسولې پروسې دمخنیوي با وجود اوربند غوښتل معقول ندی.»

د یادونې ده دا څوم ځل دی، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او افغان حکومت له خوا پر طالبانو د اوربند غږ کېږي خو طالبانو هر ځل دغه غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127252

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127252/

جمهور
  https://www.jomhornews.com