خلیلزاد د افغانستان په اړه د ناټو له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی دی

6 ثور 1399 ساعت 9:33

زلمي خلیلزاد د ناټو له هغې اعلامیې، چې په کې یې سازمان له افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات هوار کړي او په ډاګه کړې يې ده چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي وروستی بهیر ورته د منلو وړ نه دی، هرکلی کړی دي.


زلمي خلیلزاد د ناټو له هغې اعلامیې، چې په کې یې سازمان له افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات هوار کړي او په ډاګه کړې يې ده چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي وروستی بهیر ورته د منلو وړ نه دی، هرکلی کړی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي«د ناټو د ننۍ اعلاميې هرکلی کوم چې پر راتلونکو کلیدي اقداماتو تمرکز لري او د متحدینو په باور، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره اړین دي.»

نوموړي ویلي، د افغانستان پرمختګ یا په جګړې، بې وزلۍ او ناروغۍ کې ایسارېدل د دې پورې اړه لري چې ښکېلې خواوې په څه بیړې او په کوم نیت دغو اقداماتو ته ځواب وايي.

خلیلزاد وايي، د امریکا او طالبانو توافقنامه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي.

د هغه په وینا متحده ایالتونه او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هیواد او خلکو ته لمړیتوب ورکړي.

د یادونې ده، چې ناټو پرون جمعه په یوه اعلامیه کې له افغان سیاسي مشرانو وغوښتل، چې خپل اختلافات هوار کړي او دغه راز یې په ډاکه کړه، چې طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دغه اندازه چې اوس ده ورته د منلو نه ده.

په اعلامیه کې د افغان حکومت له لوري د بین الاافغاني خبرو لپاره د مرکچي پلاوي ټاکل هم ستایل شوي او له طالبانو یې غوښتي چې له ځنډ پرته دې له دغه پلاوي سره مذاکرات پیل کړي.

اعلامیه وايي، د بین الاافغاني مذاکراتو پیل د امریکا- طالبانو د تړون مهمه برخه ده او ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوي‌ دي چې خپل مخالفتونه حل کړي،‌ یو همه شمول حکومت دې جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي.

ناټو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي‌ چې د بندیانو د پرېښودو لړۍ دې تیزه کړي او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومني.

د ناټو په اعلامیه کې دغه سازمان یو وار بیا له افغانستان سره او افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127254

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127254/

جمهور
  https://www.jomhornews.com