افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته ورسېده

6 ثور 1399 ساعت 12:07

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس تر ۴۰۰ زیاتې پېښې ټسټ شوې، چې ۱۳۳ یې مثبت وې.


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس تر ۴۰۰ زیاتې پېښې ټسټ شوې، چې ۱۳۳ یې مثبت وې.

د جمهور آژانس دخبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۳ تازه پېښې ثپت شوې، چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۴۶۳ تنو ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه تازه ۱۳۳ ثبت شویو پېښو څخه، ۱۵ په کابل، ۲۵، په هرات، ۲۰ په کندهار او پاتې نورې، په بلخ، نیمروز، ننګرهار، کونړ، لغمان، پکتیا، غزني، میدان وردګ او ځینو نورو ولایتونو کې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه راز زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ناروغۍ له امله ۴ تنه مړه شوي هم دي، چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۷ تنو ته ورسېده.

دغه راز مایار و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ تنه په کابل کې له کرونا ویروس نه رغېدلي، چې په دې سره د روغ شویو کسانو شمېر ۱۸۸ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم تایید کړه، چې د کونړ ولایت د عامې روغتیا رییس هم پرون د کرونا ویروس له امله مړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127266

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127266/

جمهور
  https://www.jomhornews.com