بیلي هاتسن:

افغانان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نږدې شوي دي

6 ثور 1399 ساعت 12:30

ناټو کې د امریکا استازې بیلي هاتسن وایي، افغانان هېڅ وخت دومره سولې ته نه وو نږدې شوي او دا فرصت باید له لاسه ورنه کړي.


ناټو کې د امریکا استازې بیلي هاتسن وایي، افغانان هېڅ وخت دومره سولې ته نه وو نږدې شوي او دا فرصت باید له لاسه ورنه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمني هاتسن په یوه اعلامیه کې ویلي د ناټو ټول غړي هېوادونه د دې ملاتړي دي چې باید په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

نوموړي ټینګار کړي او ویلي یې دي، طالبانو ته په کار ده چې د افغان حکومت له پلاوي سره خبرو ته کېني او جګړه ودروي.

هاتسن زیاته کړې افغانان هېڅ وخت دومره سولې ته نه وو نږدې شوي او اوس د دې وخت دی چې له دغه فرصت ګټه پورته کړل شي.

په ناټو کې د امریکا استازې پر افغان سیاستوالو او طالبانو غږ کړی چې خپل اختلافونه ختم کړي او د مذاکراتو له لارې خپل جګړه ځپلي هېواد او خپلو خلکو ته سوله ډالۍ کړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر، ملګرو ملتونو، ناټو او اورپايي ټولنې هم پر طالبانو غږ کړي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند وکړي.

دغه دوی له افغان سیاستوالو او ښکېلو غاړو غوښتي، چې خپل منځني اختلافاتو ته نور د پای ټکی کېږدي او خپل هېواد او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com