د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي، د دې وخت دي، چې په افغانستان کې اوربند او سوله وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، د سولې او اوربند په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان له اعلامیې ملاتړ کوي.
نوموړي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان تل هڅه کړې چې به افغانستان کې سوله تامین شي او د جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې د دغه سازمان فعالیتونه د قدر وړ دي.
خلیلزاد ټینګار کړي، د دې وخت دی چې په افغانستان کې ټول ښکېل لوري بین الافغاني خبرې پيل کړي او له جګړو لاس واخلي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ هم ویلي وو چې د ناټو ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو ملاتړي دي او ټولو ته په کار ده چې اختلافونه حل کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.
د یادونې ده، چې افغان حکومت، ملګروملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او د اسلامي همکاریو سازمان په دې وروستیو کې په وار وار له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل