برېښنا شرکت هڅه کوي ژر تر ژره د برېښنا ستونزه حل کړي

7 ثور 1399 ساعت 10:14

د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وایي دوی هڅه کوي د برېښنا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.


د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وایي دوی هڅه کوي د برېښنا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د یاد شرکت چارواکو تازه په افغانستان کې د نړیوال بانک له دفتر او دغه راز د ازبیکستان د انرژۍ له مرستیال سره خبرې کړې دي.

دوی وايي، نړیوال بانک ژمنه کړې چې دوی به له دغه شرکت سره مرسته کوي او هڅه کوي رامنځ ته شوې مالي ستونزې حل کړي.

په ورته وخت کې برېښنا شرکت له ازبېکستان غوښتي چې له دغه شرکت سره اوسنی قرار داد په استثنايي توګه تعدیل کړي ځکه د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوي وضعیت نه یوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ ځپلې ده.

د سرچینې په وینا ازبېکستان ژمنه کړې چې دوی به تر خپلې وسې له افغانستان سره مرسته کوي او په راتلونکې ویډیويي غونډه کې چې څو ورځې وروسته ترسره کېږي خپله پرېکړه برېښنا شرکت ته وړاندې کوي.

برېښنا شرکت وایي، مشتریان یې پورونه نه پرې کوي نو له همدې امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او د دې احتمال شته چې ازبېکستان خپله برېښنا پر افغانستان پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127294

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127294/

جمهور
  https://www.jomhornews.com