افغان حکومت:

طالبان سولې ته اراده نه لري، افغان وژنې ته یې دوام ورکړی

8 ثور 1399 ساعت 9:35

وروسته له هغې، چې طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړه افغان حکومت وايي، طالبان سولې ته ژمن نه دي، ځکه تاوتریخوالی نه کموي او افغان وژنې ته دوام ورکوي.


وروسته له هغې، چې طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړه افغان حکومت وايي، طالبان سولې ته ژمن نه دي، ځکه تاوتریخوالی نه کموي او افغان وژنې ته دوام ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبانو د نړیوالو سازمانونو او افغانستان د خلکو د غوښتنې په رد سره وښوده، چې دغه ډله د افغانستان د مسلمانانو په ضد جګړې باندې تاکید کوي.

ښاغلي صدیقي په خپل ټوېټر لیکلي« په دې وروستیو ورځو کې پر خلکو او د هیواد امنیتي ځواکونو باندې د طالبانو د وروستیو بریدونو زیاتوالي دا وښودله چې طالبان نه یوازې د تاوتریخوالي کمولو ته پابند نه دي، بلکې د خلکو او افغانستان د دولت پر وړاندې خپل تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي.

نوموړی ټینګار کوي، چې  طالبانو په روژه کې د اوربند په اړه د اسلامي هېوادونو د کنفرانس، ملګرو ملتونو، ناټو،‌ اروپايي ټولنې او نورو د غوښتنو سره سره "د افغانستان د مسلمان وګړو په ضد جګړې باندې" ټېنګار کوي.

هغه وايي افغان حکومت د جګړې د ختمولو، د سولې د راتګ او له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل هرکلی وکړ او په دې اړه یې ټول لازم اقدامات وکړل.

د ښاغلي صدیقي تر دغه ټویت څو ساعته مخکې طالبانو په یوې اعلامیې د اوربند په اړه د نړیوالو د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې له امریکا سره یې په "تړون کې په افغانستان کې د سولې او اوربند د لارې نقشه" معلومه کړې ده.

طالبانو په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې په تړون کې په ښکاره ویل شوي دي چې د تړون له لاسلیک وروسته په لسو ورځو کې دننه به ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ افغان سرتېري پرېښودل کیږي او بین الافغاني مذاکراتو ته به لار پرانیستل کیږي.

طالبانو افغان حکومت تورن کړی چې د بندیانو پرېښودل یې ځنډولي او د یو همه شمول پلاوي په ټاکلو کې پاتې راغلی دی.

د طالبانو اعلامیه همدغه راز وايي‌ امریکا، ناټو او نور ملاتړي یې هم د تړون په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وویل چې روژه طالبانو ته یو ښه فرصت دی چې اوربند وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com