۰

شارلېټ پوتني: طالبان باید تر هر څه وړاندې اوربند ته غاړه کیږدي

دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۱
په بهرنیو اړیکو کې د امریکایي کمېټې رییسه شارلېټ پوتني وایي د سولې د خبرو لپاره اوربند مهم دی او طالبانو ته په کار ده چې دغه مهم اصل ته غاړه کېږدي.
شارلېټ پوتني: طالبان باید تر هر څه وړاندې اوربند ته غاړه کیږدي
په بهرنیو اړیکو کې د امریکایي کمېټې رییسه شارلېټ پوتني وایي د سولې د خبرو لپاره اوربند مهم دی او طالبانو ته په کار ده چې دغه مهم اصل ته غاړه کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې ټینګار کړي، چې باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره عملي او رښتیني ګامونه اوچت شي.

د مېرمن پوتني په وینا افغانستان کې جګړه خورا اوږده شوه او اوس د دې وخت دی چې د سولې هڅې چټکې شي.

نوموړې همدا راز هیله څرګنده کړې چې د سولې په خبره کې د افغانستان د دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتل شي او په دغه هېواد کې ټول طبقات باید ډاډه وي چې حقوق یې خوندي دي.

له دغه امریکايي چارواکې وړاندې، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي همکاریو سازمان او افغان حکومت له طالبانو په وار وار وغوښتل، چې اوربند وکړي او بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اوربند غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

افغان حکومت وايي، د طالبانو له خوا د اوربند نه منل د دې ثبوت دی، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او افغان وژنې ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي