یونما:

ټول شموله حکومت جوړولو او سولې هڅې دې چټکې شي

8 ثور 1399 ساعت 10:07

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو او سولې لپاره د چټکو هڅو غوښتنه کړې ده.


ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو او سولې لپاره د چټکو هڅو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  دغه څرګندونې  افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د دغه ادارې د مرستندویه دفتر یا یونما مشرې دیبرا لوینز له ولسمشر غني سره په ویډیو کنفرانس کې کړې دي.

نوموړې ویلي، دوی د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کوي او غوښتنه لري چې دغه هڅې چټکې کړل شي.

دیبرا لوینز له ولسمشر غني غوښتي چې د سیاسي حل، ټول شموله حکومت د جوړولو او سولې هڅې باید چټکې کړي او په دې توګه په افغانستان کې شته ستونزې ختمې کړي.

هغې  ملګري ملتونه د افغانستان تر څنګ ولاړ دي او په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

مېرمن لوینز هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه ودرول شي، اوربند وشي او ټول تمرکز د کرونا ویروس پر ضد مبارزه باندې راټول شي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم د ملګرو ملتونو له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې ددغه سازمان په همکارۍ د افغانستان پر وضعیت د کرونا ویروس ناوړه اقتصادي اغېز راکم کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com