۰

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۷۰۳ ته ورسېدې

دوشنبه ۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۶
د عامې روغتیا وزارت وايي، هېواد کې د کرونا ویروس د تاز ۱۷۲ مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۰۳ تنو ته ورسېده.
افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۷۰۳ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت وايي، هېواد کې د کرونا ویروس د تاز ۱۷۲ مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۰۳ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د وري ۸ مه په خبري ناسته کې وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۴ مشکوک سمپلونه ټسټ شوي، چې ۱۷۲ يې مثبت و.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۳۴ په بلخ، ۳۳ هرات ، ۲۷ کابل، ۲۱ کندهار، ۸ پکتیا، ۸ بغلان، ۷ کندوز،۵ سرپل، ۵ غور، ۴ سمنګان، ۴ نیمروز،  او درې درې پېښې په ننګرهار، فاریاب، لغمان او خوست کې دي.

مایار زیاته کړه چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېره ۱۷۰۳ ته رسېدلې،  د مړو شمېر یې ۵۷ او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې د دوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه کورونا ویروس تازه په افغانستان کې د اوج مرحله طی کوي او مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې ۲۹۹۶۶۱۴ تنه په کورونا اخته دي، چې له دې منځه یې ۲۰۷۰۲۳ تنه مړه شوي او ۸۸۱۸۴۷ تنه یې روغ کورونو ته ستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي