ولسمشر غني:

یوازې په ملي یووالي له تحمیلي جګړې وتلی او سولې ته رسېدلی شو

8 ثور 1399 ساعت 14:28

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت خپاره کړي، پیغام کې وايي، افغانان یوازې په ملي یووالي له تحملي جګړې وتلی او سولې ته رسېدلی شي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت خپاره کړي، پیغام کې وايي، افغانان یوازې په ملي یووالي له تحملي جګړې وتلی او سولې ته رسېدلی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن د ثوره اتمه په دغه پیغام کې ټینګار کړي، چې افغانان جګړه نه بلکې سوله او خوشحالي غواړي.

نوموړي ویلي، سوله د افغانانو اصلي غوښتنه ده او دوی له جګړې او شرارت څخه کرکه لري او افغان حکومت به هم ولس ته د سولې راوستلو هڅې ونه سپموي.

ولسمشر ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان له اصیلو بچیانو وپوښتي چې دوی څه غواړي.

ښاغلي غني زیاته کړې« زموږ د خلکو ځواب به طبعا همدا وي چې د ټولې نړۍ د خلکو په څېر موږ هم جګړه او تباهي نه غواړو.»

 ولسمشر وايي، تېرو تحمیلي جګړو د افغانستان زېربناوي او اساسات له منځه وړي دي خو اوس افغان حکومت د سولې لپاره اساسي او عملي ګامونه پورته کړي دي.

هغه زیاته کړې«موږ په نوي پړاو کې یوازې په ملي یووالي له تحمیلي جګړې وتلی او سولې ته رسېدلی شو.»

 ولسمشر د کرونايي وضعیت د مهار لپاره هم یو وار بیا د حکومت په لازمو تدابیرو ټینګار کړی وايي، لکه څنګه چې د جهاد په وخت کې افغانان په یو صف ولاړ وو، داسې د کورونا پر ضد هم یو شان مبارزه کې ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127331

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127331/

جمهور
  https://www.jomhornews.com