امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښت

9 ثور 1399 ساعت 10:06

د راپورونو له مخې په امریکا کې ۱۰۱۰۳۵۶ کسان په کرونا اخته شوي دي، چې له دې ډلې ۵۶۷۹۷ امریکایان کرونا مړه کړي دي.


د راپورونو له مخې په امریکا کې ۱۰۱۰۳۵۶ کسان په کرونا اخته شوي دي، چې له دې ډلې ۵۶۷۹۷ امریکایان کرونا مړه کړي دي.

په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۰۶۴۲۲۵ ته رسېدلی دی او د مړو شمېر هم ۲۱۱۵۳۷ دی.

په هسپانیه کې د مثبتو پېښو شمېر ۲۲۹۴۲۲ او د مړو شوو کسانو شمېر ۲۳۵۲۱ ته رسېدلی دی.

په ایټالیا کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۹۴۱۴ او د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۹۷۷ دی.

په فرانسه کې ۲۳۲۹۳، په برېتانیا کې ۲۱۰۹۲، په جرمني کې ۶۱۲۶، په ایران کې ۵۸۰۶، په بلجیم کې ۷۲۰۷ او په ترکیه کې بیا ۲۹۰۰ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com