ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړو ځواکونو د قول اردوګانو او دغه راز د هوايي ځواک ستونزې او مشکلات د اړونده بنسټونو د چارواکو سره وجاجلې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون دوشنبې د غوايي ۸ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې د ځانګړو ځواکونو او د هوايي ځواکونو د قول اردوګانو له قوماندانانو سره خبرې وکړې.
د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه ویډیويي کنفرانس کې لومړی د ځانګړو ځواکونو قوماندان ډګر جنرال محمد فرید احمدي او د هوايي قول اردو قوماندان ډګر جنرال فهیم رامین خپل راپورونه، راتلونکي پلاونه او د اړونده قطعاتو ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.
سرچینه وايي، ولسمشر غني دغه چارواکو ته په وخت د ځواکونو د اړتیاو، د هغوی د مادي او تنخیکي ستونزو د حل او پر هغوی د پانګونې لپاره لازمې لارښودنې وکړې.
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د دغه دوه بنسټونو قوماندانان باید د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر د خپل پرسونل د ساتنې لپاره ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل