پاکستاني سوداګر:

له افغانستان سره دې سوداګرۍ کې اسانتیا رامنځ ته شي

9 ثور 1399 ساعت 10:13

پاکستاني سوداګر وایي، له افغانستان سره دې په سوداګرۍ او ترانزیت کې اسانتیا رامنځ ته شي.


پاکستاني سوداګر وایي، له افغانستان سره دې په سوداګرۍ او ترانزیت کې اسانتیا رامنځ ته شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د سوداګرۍ خونو له حکومت غوښتي چې افغانستان ته د صادارتو لار پرانیزي او دغه راز دې اجازه ورکړي چې د افغان سوداګرو توکي پاکستان ته راشي.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي دمګړی زرګونه موټرونه په بندرونو کې ولاړ دي چې مالیات یې هم حکومتونو ته ورکړي دي خو له دواړو لورو ستونزې ورته جوړېږي.

دوی پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې په دې حساسو شرایطو کې د سوداګرۍ په لار کې شته خنډونه له منځه یوسي.

پاکستان له نږدې یوې میاشتې راهیسې په چمن او تورخم کې د تګ راتګ پر مخ دروازې تړلې دي.

دوی وايي د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې دغه ګام اوچت کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com