۰

اتمر، د چین، هند او تاجکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې

سی شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د چین، هند، او تاجکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا ډول تلېفوني خبرې کړې دي.
اتمر، د چین، هند او تاجکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د چین، هند، او تاجکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا جلا ډول تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر له وانګ يي، جي شنکر او سراج الدین مهرالدین سره د سوداګرۍ، ترانسپورت، امنیت، د افغانستان د سولې او ديپلوماتیکو دوه اړخیزه اړیکو په برخه کې په همکارۍ او پیاوړتیا خبرې کړې دي.

خبرپانه زیاتوي ښاغلي اتمر په خپلو خبرو کې د سولې په اړه د روانو هڅو په ځانګړي ډول د بشردوستانه اوربند او له قید و شرط پرته د بین الاافغاني مذاکراتو پر پیل هم خبرې او ټینګار کړی دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړي، چې تل پاتې سوله یوازې د جمهوري نظام په چوکاټ کې رامنځ ته کېدای او پاتې کېدای شي.

د یادونې ده، چې  ښاغلي اتمر تر دې وړاندې د ایران، پاکستان او اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم د یادو مواردو په برخه کې خبرې اترې کړې وې.

که څه هم افغانستان حکومت د سیمې او نړۍ په کچه لا هم هڅه کوي، چې طالبان اوربند او بین الاافغاني خبرو ته کېني، خو طالبانو وار له مخه د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي