د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې په سیندیزو حوزو کې د سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د ډېرېدو د احتمال خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبه د وري ۹ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي د نړۍ د هوا پېژندنې ادارې د اټکلونو له مخې له نن سه شنبې څخه یعني د ثور له ۹مې تر ۱۱مې پورې درې ورځو کې د سیلابونو، د واورو ویل کېدنو او سیندونو د اوبو د ډېرېدو امکان زیات دی.
دغه ادارې زیاته کړې، د بارانونو له کبله د امو سیند، شمال حوزې، هریرود حوزې، د کابل حوزې په شمول کوکچه، تالقان، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخاب، سرپل، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، خوست، لوگر، کابل، پروان، پنجشیر او لغمان کې د سختو سیلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې زیاتېدلو اټکل شوی دی.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ادارې وايي، خلک دې سیندونو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي، همدا راز دې خوړونو ته نږدې کورنۍ هم احتیاطي تدابیر ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل