۰

افغانستان کې کرونا پېښې ۱۸۲۸ ته ورسېدې

سی شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۷
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۳۶۱ شکمنې پېښې ټسټ کړې، چې له ډلې یې ۱۲۵ مثبتې وې.
افغانستان کې کرونا پېښې ۱۸۲۸ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۳۶۱ شکمنې پېښې ټسټ کړې، چې له ډلې یې ۱۲۵ مثبتې وې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د تازه ۱۲۵ څخه ۲۱ په هرات، ۱۵ کابل، ۱۵ کندهار، ۱۰ بلخ، ۹ لوګر، ۸ جوزجان، ۷ نیمروز، ۷ پنجشېر، ۵ ننګرهار، دوه دوه په هلمند، بادغیس، وردګ او یوه هم په بدخشان ولایت کې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ تنو ته ورسېد، چې له ډلې یې ۵۸ تنه مړه شوي او ۲۲۸ هم بېرته رغېدلي دي.

د یادونې ده، چې دا مهال په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته کسانو شمېر ۳۰۷۱۸۶۳ تنو ته رسېدلي، چې ۲۱۱۷۳۸ تنه یې مړه او ۹۲۴۵۷۸ تنه یې بېرته رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي