چین بدخشان ته نږدې یو لوی هوايي ډګر جوړوي

10 ثور 1399 ساعت 12:04

راپورونه وايي، چین د افغانستان د بدخشان ولایت پامیر ته نږدې په سینکیانګ ایالت کې یو هوايي ډګر جوړوي چې هر کال به د زرګونه مسافرو د تګ راتګ زمینه برابروي.


راپورونه وايي، چین د افغانستان د بدخشان ولایت پامیر ته نږدې په سینکیانګ ایالت کې یو هوايي ډګر جوړوي چې هر کال به د زرګونه مسافرو د تګ راتګ زمینه برابروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چنايي رسنیو د خپل حکومت له قوله ویلي، په لومړي سر کې پر دغه هوايي ډګر د ۲۷۰ میلیونو ډالرو د پانګونې خبره کړې ده.

په راپور کې زیاته شوې، چې د دې هوایي ډګر له لارې به هر کال تر ۱۶۰ زره پورې مسافر تګ راتګ کوي او دغه راز به ۴۰۰ ټنه سوداګریز توکي هم پکې ترانزیت کېږي.

چین وایي دا د یو کمربند یوې لارې پروژې برخه ده او موخه یې هم په سیمه کې د پرمختګ او پراختیا رامنځ ته کول دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com