ولسمشر غني په بېوزلو د وچې ډوډۍ د وېش امر کړی

10 ثور 1399 ساعت 12:11

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي بېکارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله افغان حکومت د نانوایانو له لارې اړمنو کورنیو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیلوي.


په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي بېکارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله افغان حکومت د نانوایانو له لارې اړمنو کورنیو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیلوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر محمد اشرف غني د امر سره سم ټاکل شوې دغه پروګرام سر له نن چهارشنبې په کابل کې پيل شي چې وروسته به نورو ولایتونو ته وغځول شي.

ولسمشر غني پرون سه شنبې د غوايي ۹ مه ملت ته په پیغام کې و ویل، چې یاده وچه ډوډۍ به د حکومت لخوا خلکو ته ورکول کیږي.

ښاغلي غني زیاته کړه«دغه وسیع برنامه سر له سبا له کابل څخه پیلېږي او په پام کې ده چې د همدې اونۍ تر پایه پورې هرات، مزارشریف، کندهار، کندز او جلال اباد ښارونو کې هم پیل شي او ورپسې به ډېر ژر ټول ولایتونه له دغو مرستو څخه مستفید او برخمن شي.»

نوموړي زیاته کړې که څه هم د کرونا له امله رامنځته شوي اقتصادي ستونزې د وچې ډوډۍ د وېش له لارې نه هواریږي بلکې افغان حکومت خلکو ته د کار پیداکولو ځینې نورې پروژې هم په پام کې نیولي دي.

ښاغلي غني د جوماتونو له امامانو، ښاروالانو او وکیلانو څخه غوښتي چې د اړمنو او بې وزلو خلکو د لېستونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي، تر څو اړمن خلک له یاد بهیر څخه برخمن شي.

د اپه داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د کار او بار ټولې چارې ټکنۍ شوي چې ورسره ګڼ شمېر خلک هم بېکاره شوي دي.

جمهور آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127390

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127390/

جمهور
  https://www.jomhornews.com