د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې پر مهال بشري اوربند رامنځ ته کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي په همدې موخه یې هڅه پیل کړې چې په دې تړاو سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي.
په ورته وخت کې ارګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني او جواد ظریف د کرونا ویروس پر ضد مبارزې، د افغان کډوالو پر ستونزو او بشري اوربند خبرې کړې دي.
له دې سره هممهاله جواد ظریف د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې کړې دي.
دواړو لورو په افغانستان کې پر وروستي سیاسي وضعیت او د سیمې پر امنیت بحثونه کړي دي.
دوی ټینګار کړی چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی هم اوربند په اړه په سیمه ييزه او نړیواله کچه هڅې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل