فرانس پریس:

امریکا طالبان زړور کړي، ځکه یې بریدونو ته زور ورکړی دی

10 ثور 1399 ساعت 12:30

فرانس پرېس خبري آژانس د نړیوالو شنوونکو له قوله راپور ورکړي، چې امریکا له طالبانو سره په هوکړې دغه ډله زړوره کړې نو ځکه یې بریدونو ته زور ورکړی دی.


فرانس پرېس خبري آژانس د نړیوالو شنوونکو له قوله راپور ورکړي، چې امریکا له طالبانو سره په هوکړې دغه ډله زړوره کړې نو ځکه یې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نړیوالو شنوونکو ټینګار کړي، چې د امریکا په هوکړه کې طالبانو ته ډېر امتیازات ورکول شوي دي نو ځکه د طالبانو بریدونو زور اخیستیاو د سولې پروه د ماتېدو له خطر سره مخ شوې ده.

د شنونکو په وینا په هوکړې سره طالبانو نه یوازې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې لا یې زیات کړی چې د کرونا تر څنګ جګړې هم د افغانستان حالت ډېر خراب کړی دی.

 فرانس پریس د بهرنۍ پراختیا انسټیټوټ د یو څېړونکي ایشلی جیکسن له قوله لیکلي، که څه هم د سولې پروسه لا له منځه تللې نه ده، خو په وینا هیڅوک نه پوهېږي چې دا پروسه به د جګړې له کبله لا نوره څومره وځنډېږي؟

راپور د افغان چارواکو له قوله کاږي چې طالبانو په اوسط ډول د سولې له هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو هره ورځ ۵۵  بریدونه ترسره کړي دي.

 راپور وايي، امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې چې له کوم عمومي اوربند پرته به دوی خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي.

د همدې په اړه له جمهوریت څخه  دفاع فکري مرکز غړی بیل روګیو وايي، طالبان دې خبرې ډاډه کړي دي چې ګواکې دا یې د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کړی نه دا چې د سولې راوستلو.

هغه ویلي« امریکا له افغانستان څخه وتل غواړي ځکه یې د طالبانو ټولې غوښتنې منلې دي.»

په کابل کې مېشت یو بهرنی نظامي شنونکی نشانک متواني بیا فرانس پریس ته وايي، امریا د سولې په تړون طالبان زړور کړي دي او هغوی ته یې قانوني مشروعیت ورکړی دی.

د هغه په وینا له همدې کبله طالبان اوس فکر کوي دا جګړه یې ګټلې ده، خو د جګړې د بندولو لپاره ډېر کم هڅول شوي دی.

هغه ویلي«طالبان غوټ په دې فکر دي چې جګړه دوی ګټلې ده، نو د تړون معنا هم له دوی سره دا ده چې طالبان به د خپلو پټو وعدو او د القاعدې یا نورو ترهګرو په ځپلو هم عمل ونه کړي، بلکې هغوی فکر کوي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال تر پایه وځي.»

د امریکا د مشارکتي انستیتوت غړی مایکل روبین هم وايي، ټرمپ په هر حالت کې افغانستان پریښودل غواړي او دا د سولې هوکړه نه ده بلکې یوازې له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو هوکړه شوې ده.

نوموړي ویلي« دا هوکړه داسې ده چې لکه افغانان د روان بس ټایرونو ته وغورځول شي، چې امریکا یې پروا نه لري.»

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، تر څو یې ۵۰۰۰ زره جنیګالي خوشې نه شي، دوی تاوتریخوالی نه کموي نه هم د سولې مذاکراتو ته کېني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127394

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127394/

جمهور
  https://www.jomhornews.com