۰
د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر:

مجاهدین مو پر پاکستان د روسیې د برید د مخنیوي لپاره رامنځ ته کړل

پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۲
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې سعودي عرب، امریکا او پاکستان یو ایتلاف کې وو.
مجاهدین مو پر پاکستان د روسیې د برید د مخنیوي لپاره رامنځ ته کړل
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې سعودي عرب، امریکا او پاکستان یو ایتلاف کې وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د سعودي له دولتي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، د دغه درې ګونې اېتلاف د شوروي اتحاد د مخې د ډب کولو لپاره د پاکستان لخوا په جوړو شویو کمپونو کې زرګونه عرب جنګیالي ځای پر ځای شوي وو.

هغه زیاته کړې« دغه عرب جنګیالي رضاکاران وو، چې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې زموږ د دریو واړو هېوادونو ښي مټ ګڼل کېدل.»

نوموړي ویلي، افغان مجاهدین او عرب جنګیالیو په پېښور کې د القاعده ډلې بنسټ کېښود او د القاعدې منځته راتګ د افغانستان د کورنۍ جګړې نتیجه وه.

الفیصل د القاعده ډلې  د بنسټګر اسامه بن لادن په اړه ویلي، چې له هغه سره یې هېڅ اړیکه نه وه، یوازې یو ځل یې په اسلام اباد کې د سعودي په سفارت کې وکوت، بیا یې په جده کې لیدلی و.

هغه ویلي« اسامه په اخره لیدنه کې عرب مجاهدینو ته په یمن کې د استخباراتي معلوماتو د رسولو غوښتنه راڅخه وکړه خو ما رد کړه.»

 ښاغلي ترکي الفیصل ویلي، په ۱۹۹۵ کال کې د سوډان پخواني ولسمشر عمرالبشیر په دې شرط سعودي ته د اسامه بن لادن د سپارلو هوکړه وکړه چې سعودي کې به د هغه پرضد هیڅ قانوني اقدامات نه کېږي، خو په وینا یې چې سعودي دا خبره رد کړه.

نوموړی وايي، له هغې وروسته اسامه بن لادن افغانستان ته ولاړ او  ماته د هغه وخت ولیعهد عبدالله بن عبدالعزیز امر وکړ چې ملا عمر ته ورشم او اسامه ترې وغواړم، خو ملا عمر بیا دا خبره ونه منله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي