ایرو ایشیا ریویو ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبان د خپلو زندانیانو تر څنګ د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، طالبان د پاکستاني بندیانو تر څنګ ۱۵ هغه طالبان هم غواړي چې په لویو بریدونو کې ښکیل دي او له دې منځه یې یو هم لیل الدین دی چې د چهار راهي زنبق د لوی برید طراح و.
ورځپاڼه وايي، دغه برید په ۲۰۱۷ کال کې ۹۰ کسان ووژل او ۴۰۰ یې ژوبل کړل.
خو وايي، افغان حکومت د طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، یوازې هغه طالب بندیان به خوشي کړي، چې د افغانستان او متحدینو ملي امنیت ته ګواښ نه وي.
د دغه ورځپاڼې لیکوال ویلي، افغن حکومت مجبور نه دی چې د طالبانو هغه زندانیان ورخوشې کړي چې په اصل کې پاکستانیان دي.
د یادونې ده چې افغان حکومت د طالبانو ۵۵۰ بندیان تر اوسه ورخوشې کړي دي خو طالبانو بیا یوازې ۶۰ بندیان خوشي کړي، چې د چارواکو په وینا دوه برخې یې ملکي وګړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل