د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت کومار وايي، هڅه کوي، چې د افغان سولې په اړه سیمه ییز او نړیواله اجماع پیاوړې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کومار دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سره په تلېفوني خبرو کې کړې دي.
په دې تلیفوني مکالمه کې دواړو لورو له کرونا سره پر مبارزې، مالي مرستو او سولې بحثونه کړي.
د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت کومار ویلي دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکي دي او هڅه کوي د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړي.
په ورته وخت کې ښاغلي اتمر هم په بېلو برخو کې د هند له مرستو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې هند د له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې روانه مبارزه کې لا ډېره همکاري او مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل