عامې روغتیا وزارت:

نړیوال دې له کرونا سره د مبارزې لپاره همکاري را سره وکړي

11 ثور 1399 ساعت 12:58

عامې روغتیا وزارت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.


عامې روغتیا وزارت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې وزیر فیروز الدین فیروز له نړیوالو مرستندویه او ملاتړو بنسټونو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خپلې اړتیاوې شریکې کړې دي.

فیروز ویلي افغانستان له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او دلته اوسنی وضعیت خطرناک دی.

نوموړي په دې ویډيويي کنفرانس کې د روغتیا له نړیوال سازمان، د امریکا له انکشافي ادارې، نړیوال بانک او اروپایي ټولنې سره خپلې اړتیاوې شریکې کړې دي.

دوی هم ویلي چې کرونا یوه نړیواله وبا ده او ټولې نړۍ ته یې ګواښونه جوړ کړي خو دوی بیا هم تر خپلې وسې له افغانستان سره مالي او تخنیکي مرستې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127434

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127434/

جمهور
  https://www.jomhornews.com