سیګار:

په تېرو ۳ میاشتو کې د افغان هوايي ځواک ۱۲ چورلکې لوېدلې

13 ثور 1399 ساعت 10:02

افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي سیګار په تازه راپور کې ویلي، په تېرو ۳ میاشتو کې د افغان هوايي ځواک ۱۲ چورلکې لوېدلې دي.


افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي سیګار په تازه راپور کې ویلي، په تېرو ۳ میاشتو کې د افغان هوايي ځواک ۱۲ چورلکې لوېدلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې په راپور کې ویلي د الوتکو په لوېدو سره په الوتنو کې هم څلورمه برخه کموالی راغلی دی.

سیګار د امریکايي روزونکو له قوله ویلي، په غورځېدلو الوتکو کې ۶ روسي ساخت له کاره لویدلې الوتکې دي چې، د افغانستان په هوايي ځواک کې ۸ سلنه کموالی ورسره راغلی دی.

راپور وايي، له کاره لویدلو روسي څرخکو کې ایم ای ۱۷ الوتکې یا له پخوا زیانمنې وې یا بیخي له کاره لوېدلې دي.

همدا راز نوې ایم ډي ۵۳۰ څرخکې هم شته چې افغان ځواکونو له لاسه ورکړې دي او د مارچ د میاشتې تر وروستیو پورې د راپور له مخې افغان ځواکونو سره ۱۵۴ الوتکې پاتې وې.

راپور همدا راز ویلي، د تېرکال د همدې میاشتو په پرتله سږ کال د کرونا زیاتېدو او د طالبانو لخوا د بریدونو په برخه کې د کموالي له کبله د افغان هوايي ځواکونو الوتنې هم ۲۶ سلنه راکمې شوې دي.

راپور زیاتوي افغان ځواکونو همدا راز د مارچ تر اخره پورې سږ کال ۵۲۸ عملیات کړي دي، چې د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه کموالی ښيي او دا ځل له نیمايي زیات عملیات افغان ځواکونو له مرستندویه بهرني ځواک پرته ترسره کړي دي.

د کرونا ناروغۍ په اړه:

په ورته وخت کې سیګار په دې راپور کې په افغانستان کې د کرونا په اړه هم معلومات وړاندې کړي او خبرداری یې ورکړي، چې افغانستان له روغتیايي ناورین سره مخ کېدای شي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې د امریکا کانګرېس ته خبرداری ورکړی چې د کمزوري روغتیايي سیستم، خوارځواکي، جګړې او نورو ستونزو سره ښايي افغانستان له روغتیايي ناورین سره مخ شي.

د سیګار راپور کې ویل شوي، چې کرونا وبا افغانستان لا د مخه سخت ځپلی؛ لکه د سولې هڅو پېچلي کول او له نورو هېوادونو سره د لارو تړل کېدل چې ور سره سوداګریز او انساني تګ راتګ له ځنډ او خنډ سره مخ شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې کمزوری روغتیایي سیستم، خوارځواکۍ، او د نورو ګڼو ستونزو له امله ډېرې کورنۍ بېځایه شوي او له دې ښکاري چې دا هېواد به راتلونکو میاشتو کې له روغتیايي ناورین سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com