خلیلزاد: که تاوتریخوالی کم نه شي ملکي تلفات ډېرېږي

13 ثور 1399 ساعت 10:05

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان حکومت او بیا غږ کړی، د بندیانو لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم کړي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر افغان حکومت او بیا غږ کړی، د بندیانو لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د یوناما له خوا د ملکي تلفاتو په اړه وروستي راپور ته په غبرون ګې ویلي، که د بندیانو د تبادلې لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم نه شي د ملکي تلفات به نور هم ډېري شي.

نوموړي په څو ټوېټونو کې ویليد ملکي تلفاتو په اړه یې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربعه کې د ملکي تلفاتو راپور ولوست خو په وینا یې چې د فبرورۍ په میاشت کې د تاوتریخوالي د راکمېدو له امله د تېر ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو کچه هم ۲۹ سلنه کمه شوې ده.

دی وايي، طالبان او افغان حکومت باید د بندیانو د خوشې کولو هڅې ګړندۍ او تاوتریخوالی راکم کړي ځکه په وینا یې څومره چې دا لړۍ چټکه شي هومره ژر افغاني مذاکراتو، جوړجاړي او اوربند خواته نږدې کېږو.

خلیلزاد ټینګار کړی چې په دې برخه کې ځنډ به دواړو لوریو ته د افغانانو د وژل کېدو شمېره لوړه کړي، په داسې حال کې چې د خلیلزاد په وینا اصلي دښمن کورونا یا کوویډ ۱۹ ناروغي ده.

یوناما په خپل تازه راپور کې له تېرو دریو میاشتو راهیسې د ۵۳۱ ملکیانو د وژل کېدو او د نږدې ۹۰۰ نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې ۳۹ سلنه پړه یې د طالبانو پر غاړه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127458

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com