ارګ:

د سیاسي بحران په هواري کې پرمختګونه شوي دي

13 ثور 1399 ساعت 10:12

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې په هېواد کې د سیاسي بحران د هواري لپاره په روانو هلو ځلو کې پرمختګونه شوي دي.


د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي،  په هېواد کې د سیاسي بحران د هواري لپاره په روانو هلو ځلو کې پرمختګونه شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د حکومت مشرتابه غواړي په هېواد کې روان سیاسي بحران ژر تر ژره هوار او په دې تړاو په بېلا بېلو کچو هڅې روانې دي.

ښاغلي صدیقي وایي، ولسمشر او مرستیالان یې د سیاسي اختلافاتو هواري ته ژمن دي.

بل خوا له وړمې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې یوه طرحه خپریږي چې ګوندې د ثبات ټیم له خوا ارګ ته وړاندې شوې ده، خو ویل کېږي ارګ دغه طرحه رد کړې ده.

خو د ثبات اوهمپالنې ټیم ویاند فریدون خوځون وايي، چې دا طرحه نهایي نه ده او کله چې نهایي شوه دوی به یې له رسنیو سره شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش هم خبر ورکړی وو، چې ډېر ژر به د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ پای ته ورسېږي او عبدالله به د مصالحې د عالي شورا مشري پر غاړه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com