ملي امنیت شورا د طالبانو له لوري د بندیانو د خلاصون هرکلي وکړ

13 ثور 1399 ساعت 15:57

د افغانستان د ملي امنیت شورا په کندوز ولایت کې د طالبانو لخوا د بندیانو د خوشي کولو هر کلی وکړ او دا یې د سولې بهیر په لور یو مثبت ګام وباله.


د افغانستان د ملي امنیت شورا په کندوز ولایت کې د طالبانو لخوا د بندیانو د خوشي کولو هر کلی وکړ او  دا یې د سولې بهیر په لور یو مثبت ګام وباله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبې د غويي۱۳ کابل کې خبریالانو ته تایید کړه، چې طالبانو تېره ورځ په کندوز ولایت کې ۴۶ بندیان ازاد کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له خوشي شویو کسانو ۳۹ یې افغان امنیتي سرتیري  ۷ تنه ملکي وګړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، دا لومړی ځل دی چې طالبان، په کابل کې د دوی تخنیکي کمیټې ته د سپارلي لیست سره سم زندانیان خوشې کوي.

د یادونې ده، چې خوشي شوي زندانیان ځايي چارواکو ته سپارل شوي دي.

تر دې مخکې طالبانو په کندهار او لغمان ولایت کې هم د افغان حکومت ۶۰ تنه بندیان ازاد کړل چې وروسته افغان حکومت وویل چې تر نیمايي زیات یې ملکي وګړي دي.

افغان حکومت هم تردا مهاله ۵۵۰ طالب بندیان ازاد کړي چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د حکم په اساس ۹۵۰ نور طالب بندیان هم ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن شنبه یو ځل بیا له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو او تلپاتې اوربند ټینګېدو په هدف د بندیانو ازادولو او اورکم په اړه هڅې ګړندۍ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127477

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127477/

جمهور
  https://www.jomhornews.com