بارنت روبین:

افغان حکومت دې د قوي ضمانت په صورت کې طالب بندیان خوشي کړي

14 ثور 1399 ساعت 9:44

د امریکا د بهرنیو چارو ورازت پخوانی سلاکار بارنت روبین وايي، افغان حکومت دې د سولې د راوستو لپاره د قوي ضمانت د موجودیت په صورت کې د طالبانو بندیان خوشي کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو ورازت پخوانی سلاکار بارنت روبین وايي، افغان حکومت دې د سولې د راوستو لپاره د قوي ضمانت د موجودیت په صورت کې د طالبانو بندیان خوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي دیپلومات او د افغانستان د مسایلو څارونکي زیاته کړې، د طالبانو وروستیو دریځونو ته په کتو ښکاري چې دغه ډله د سولې غوښتونکې ده خو د باور فضا پیاوړتیا ته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، افغان حکومت ته په کار ده چې زړور اقدام وکړي او د قوي ضمانت د موجودیت په صورت کې دې د طالبانو بندیان خوشي کړي.

دی وایي له دې پرته بله لار نشته ده او د دې اړتیا ده چې په افغانستان کې باید اوربند رامنځ ته شي.

هغه ټینګار کوي چې که پر دې مسئله لږ دقیق او رښتینی کار وشي نو د دې امکان شته چې په افغانستان کې اوربند رامنځ ته او دایمي سولې ته لار هواره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com