۰
منظور پښتین:

پاکستانی حکومت د پښتنو د وژلو لپاره ترهګر روزي او پالي

یکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۱
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پښتنو په سیمه کې د جګړو او وژنو تر شا د پاکستان حکومت ولاړ دی او ریاست د پښتونو د وژلو لپاره ترهګر روزي او پالي.
پاکستانی حکومت د پښتنو د وژلو لپاره ترهګر روزي او پالي
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پښتنو په سیمه کې د جګړو او وژنو تر شا د پاکستان حکومت ولاړ دی او ریاست د پښتونو د وژلو لپاره ترهګر روزي او پالي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشرانو یو ځل بیا دغه څرګندوني د یاد غورځنګ د یوه مخکښ غړي عارف وزیر له وژل کېدو وروسته کړې دي.

د پښتون ژغورنې یا پي ټي اېم مشر منظور پښتین تېره شپه ناوخته د عارف وزیر جنازې ته د راغلو خلکو غونډې ته د خبرو پر مهال وویل د پاکستان حکومت پر پښتنو له لسیزو راهیسې وحشت او ظلم روان کړی دی.

ښاغلي پښتین زیاته کړه، چې د پاکستاني حکومت له امله د هر پښتون په کور کې جنازې اوچتېږي او هره مور د غم پر ټغر ناسته ده.

پښتین ویلي چې د پښتنو پر ځمکه ټولې ترهګرې، ډلې، وسله وال او قاتلین د پاکستاني حکومت او د دغه حکومت د استخباراتي ادارې له لوري روزل کېږي او د پښتنو د وژلو لپاره استعمالېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې خپلې مبارزې ته به ادامه ورکوي او د پښتنو د ساتنې او حقوقو د دفاع لپاره پر هره مشروع مبارزه لاس پورې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر مېشتو پښتنو غږ وکړ چې نور دې چوپ نه پاتې کېږي او د پاکستاني حکومت د ظلمونو پر وړاندې دې غږ اوچت کړي.

د یادونې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی او د دغه غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزیر د تره زوی عارف وزیر وړمه ورځ په واڼه کې په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

جمهورخبري آژنس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي