۰

افغان حکومت د طالبانو ۹۸ نور زندانیان هم خوشي کړي

یکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د فرمان پر اساس ۹۸ تنه نور طالب زندانیان له زندان څخه خوشي شول.
افغان حکومت د طالبانو ۹۸ نور زندانیان هم خوشي کړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د فرمان پر اساس ۹۸ تنه نور طالب زندانیان له زندان څخه خوشي شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن یکشنبې د غويي ۱۴ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه بندیان پرون خوشي  شوي خو دا یې نه دي ویلي، چې له کومو زندانانو خوشي شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، یاد طالب بندیان د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅو د برخې په توګه خوشي شول.

د یادونې ده، چې د دغه زندانیانو په خوشي کېدو سره د  افغان لخوا اوسه پورې د ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۶۴۸ تنو ته ورسېد.

د ولسمشر غني د حکم په اساس ټاکل شوې ۱۵۰۰ طالب بندیان سولې ته د رسېدو او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له زندانونو څخه ازاد شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په کندز ولایت کې هم د طالبانو لخوا ۴۶ بندیان ازاد شول چې د ملي امنیت شورا په وینا ۳۹ یې افغان امنیتي ځواکونه و.

د ملي امنیت شورا تېره ورځ د طالبانو لخوا د بندیانو د ازادولو هر کلی وکړ او هغه یې د سولې په وړاندې یو مهم ګام وباله.

طالبانو هم ویلي چې دوی هڅه کوي له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د بندیانو ازادولو بهیر چټک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي