پاکستان هم په افغانستان کې د اوربند غوښتونکی شو

15 ثور 1399 ساعت 9:46

پاکستان هم د روزې مبارکې میاشتې او کورنا په خاطر په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې او له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې جګړه ودروي.


پاکستان هم د روزې مبارکې میاشتې او کورنا په خاطر په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې او له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې جګړه ودروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې راغلي، له یوې خوا د روژې مبارکه میاشت ده او له بلې خوا په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله وبا ګډه شوې نو ځکه په افغانستان کې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي.

د سرچینې په خبره پاکستان تل د متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی نو له همدې امله پر ښکېلو لورو غږ کوي چې په دې حساسو شرایطو کې اوربند او سولې ته تر هر څه ډېر لومړیتوب ورکړي.

پاکستان یو ځل بیا د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، چې تر پاکستان وړاندې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او امریکا هم له طالبانو وغوښتل، چې د روژې او کرونا په خاطر بشري اروبند ته غاړه کېږدي خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127520

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127520/

جمهور
  https://www.jomhornews.com