په ولایتونو کې هم پر بېوزله وګړو د ډوډۍ د وېش لړۍ پيل شوه

15 ثور 1399 ساعت 9:49

د ولسمشر غني د حکم سره سم بېوزله وګړو ته د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ په څو نورو ولایتونو کې هم پیل شوه.


د ولسمشر غني د حکم سره سم بېوزله وګړو ته د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ په څو نورو ولایتونو کې هم پیل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني تېر ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، تر کابل وروسته به سر له نن په کندهار، کندوز، هرات، جلال اباد او مزار شریف ښار کې هم بېوزله وګړو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شي.

ښاغلي غني زیاته کړې، افغان حکومت خپلو امکاناتو ته په کتو غواړي په دې توګه د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوي وضعیت کې د خپلو خلکو لاسنیوی وکړي.

نوموړی وايي، دا لړۍ به ډېره ژره په ټولو ولایتونو کې پیل شي.

ولسمشر غني له دیني علماوو، مخورو، د ګذر له وکیلانو او سیمه ییزو مشرانو غوښتنه کړې چې له حکومت سره د اړمنو کسانو په ورپېژندلو کې مرسته وکړي او په دې توګه همکاري وکړي چې مستحق خلک له دغه لړۍ مستفید شي.

جمهورخبري آژنس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127521

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127521/

جمهور
  https://www.jomhornews.com