هلمند کې موټر بم چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

15 ثور 1399 ساعت 10:04

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د ملي امنیت د یوې ځانګړې قطعې په ځواکونو موټر بم چاودنه شوې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د ملي امنیت د یوې ځانګړې قطعې په ځواکونو موټر بم چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه تېره شپه (د غوايي ۱۴مه) د شپې ۱۱ بجې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په دې چاودنه کې د ملي اردو د ځواکونو ترڅنګ د لړمان په نوم د ملي امنيت د یوې خاصې قطعې غړي هدف ګرځول شوي.

ځواک د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو امنیه قوماندانۍ ته نېږدې سرچینې وايي، چاودنه د مازاده ډوله موټر په وسیله شوې او ۳۵ زیاتو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه سرچینې زیاته کړه، چې په یاده چاودنه کې تر ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، خو دا چې د اردو دي، که د امنیت لا معلومه نه ده.

تر اوسه دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د برید مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا د روان ميلادي کال د فبرورۍ تر ۲۹مې نېټې وروسته چي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق شوی دی په هلمند کي لومړی لوی بريد دی چې افغان ځواکونو ته په‌کې تلفات اوړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com